د جانز هاپکینز پوهنتون د وروستیو راپورونو له مخې، کرونا وبا په امریکا کې نوی ریکارډ ټینګ کړی دی. د دغه پوهنتون د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا ۲۰۰ زره کسان پر کرونا وبا اخته شوي دي. راپور کاږي، اوسمهال تر ۶۰ زره ډېر ناروغان تر درملنه لاندې دي. د دغه پوهنتون په خبره، تر اوسه په امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۰ میلیونه اوښتی او دغه راز ۲۳۹ زره نور یې مړه کړي دي. د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن یو سلاکار ویلي، امریکا کې ټول روغتونونه د خدماتو له نشتوالي سره مخ دي او واک ته د بایډن له رسېدو سره سم به لومړی همدې ننګونې ته رسېدګي کېږي.
































