په داسې حال کې چې ټرمپ تر اوسه د ټاکنو پایلې نه دي منلي او په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې پر خپل سیال ټیم د پراخو درغلیو تور پورې کوي خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې تر اوسه په ټوله امریکا کې په ترسره شویو ټاکنو کې د درغلۍ هیڅ راپور نه دی ورکړل شوی. راپور کې راغلي، د دوی خبریالان په ټوله امریکا کې د ټاکنو څارونکو ته ورغلي دي او تر اوسه یې داسې شواهد نه دي موندلي چې په تېرو ټاکنو کې د درغلۍ ښکارندویي وکړي. ورځپاڼه کاږي، ټرمپ بې ځایه تور لګولی دی او اوس د دې لپاره چې خپلو پلویانو ته کم رانه شي له خپلې خبرې نه په شا کېږي. د ورځپاڼې په خبره، هیڅ درغلۍ نه دي شوې، د ټاکنو پایله روښانه ده، که ټرمپ یې ومني کنه بایډن ګټونکی دی.
































