د سره صلیب نړیوالې کمېټې راپور ورکړی چې په افغانستان کې شاوخوا ۴.۷ میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي. دغه سازمان ویلي چې په ځپل شویو سیمو کې د دې کمېټې ارزونې «د لوږې ژور بحران» څرګندوي. د راپور له مخې، په افغانستان کې ۱۷ میلیونه کسان د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د سره صلیب نړیوالې کمېټې په بامیان، هرات او کونړ کې بېړنۍ مرستې پراخې کړې دي. د ارزونې پایلې ښيي چې ۹۵ سلنه ګډونوال له ناکافي خوړو کړېږي او د ژوندي پاتېدا لپاره سختې پرېکړې لکه پور اخیستل یا د روغتیايي پاملرنې ځنډول یې راپور کړې دي.
































