د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د نن ورځې شپږ نیمو بجو له ناستې، په خپاره کړي فیسبوکي خبر کې ویلي چې، د ملي امنیت څخه د معلوماتو په اساس د طالبانو نوی پلان دادی چې،کابل او نورو لویو ښارونو کې مدني فعالان په نښه او ووژني، امرالله صالح وایي دا د طالبانو نوي او نرم اهداف دي تر څو مدني فعالان په نښه او د ولس عمومي روحیه احساساتي او له دې لارې پر حکومت فشار ډیر کړي،امرالله صالح ویلي چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي او ټول مدني فعالان باید د طالبانو پر وړاندې منظم ،منسجم او خپل دوښمنان باید وپیژني.که څه هم چې طالبانو تر دې دمه د صالح د تازه څرګندونو غبرګون کې څه نه دي ویلي خو طالبانو پرون په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو چې،پر عامه تاسیساتو او ښوونیزو مرکزونو باندې وروستیو بریدونو کې دوی لاس نه لري او تور یې پورې کړی وو چې،د حکومت د ننه ځینې کړۍ شته چې د سولې سبوتاژ لپاره یې دا وروستي بریدونه کړي دي.
































