روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۴۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۶۰۹ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۳ تنه مړه شوي او یو شمېر نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر ۵۸۱ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۹۶۷ ته لوړ شوی دی.
































