د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا طالبانو د سړک غاړې ماینونه کارولي او پر نظامي مرکزونو یې د موټربم په واسطه بریدونه کړي دي چې تر ډېره یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. یاد کمیسیون وایي، په دې بريدونو کې په ښکاره ډول د نړیوالو بشرپالو حقونو بنسټيز اصول نقض شوي دي. د دغه کمیسیون په خبره، د هغو جنګي لارو او ابزارو کارول چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، د نظامي او ملکي اهدافو تفکيک نه کوي، د ملکي خلکو قصدي وژنه بلل کېږي او عاملان يې ځواب ويونکي دي. د بشري حقونو کمیسیون په وینا، روانه اوونۍ په ۱۱ بېلابېلو بريدونو کې ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان شوي دي.
































