د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد په قطر کې هغه پوځي پنډغالی تړي چې شاوخوا زر تنه افغانان پکې امریکا ته د لېږد په تمه مېشت دي. د دغه وزارت ویاند د «مېډل ایسټ ای» په نوم رسنۍ ته ویلي، چې له یاد پنډغالي به ټول افغانان د روان کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې ولېږدول شي او وروسته به دغه پنډغالی وتړل شي. د هغه په وینا، «د افغانانو د انتقال لپاره یو بل درېیم هېواد ته لېږد هم د خوندیتوب له پلوه ښه انتخاب دی.» د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته، امریکا ګڼ شمېر افغانان د لنډمهالې استوګنې لپاره قطر، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو درېیمو هېوادونو ته ولېږدول، څو امریکا ته د تګ لپاره یې دوسیې بشپړې شي.
































