هندي رسنیو ویلي چې د افغانستان بازارونو کې اوس هندي درمل د پاکستاني درملو ځای نیولی دی. دا بدلون وروسته له هغه رامنځته شو چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پاکستان له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سوداګریزو لارو د تړلو له امله، له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو بندیز ولګاوه او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه وکړه چې درمل دې له هند، ایران، منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو څخه را وارد کړي. د راپورونو له مخې، له بندیز وروسته افغانستان ته د هند د درملو صادرات په چټکۍ سره زیات شوي دي. هند په ۲۰۲۴–۲۰۲۵ مالي کال کې افغانستان ته د ۱۰۸ میلیونه ډالرو په ارزښت درمل صادر کړي او د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې تر اوسه پورې هم د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو نور درمل افغانستان ته صادر کړي دي.
































