اروپايي ټولنه وایي چې له فایزر امریکایي شرکت به د کرونا۳۰۰ میلیونه دوزه واکسين اخلي. په دې وروستیو کې په اروپايي هېوادونو کې کرونا یو ځل بیا د چټکې پراختیا په حال کې ده چې،ددغه ټولنې هېوادونو ته یې سختې اندېښنې پیدا کړې دي.بلخوا په امریکا کې بیا فایزر کمپنۍ ویلي چې ددوی واکسین ۹۰ سلنه ډاډمن دي او د روان میلادي کال تر پایه به یې پراخ تولید پیل شي. اروپايي ټولنې ویلي چې مخکې له مخکې به له یاد شرکت ۳۰۰ میلیونه دوزه واکسین واخلي او دغه شرکت به یې ورته برابروي. فایزر شرکت خپل واکسین پر ۴۳ زره کسانو ازمویلي او په وینا یې پایله یې مثبته وه.
































