د راپورونو له مخې نن سهار د ځايي خبریال الیاس داعي پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده چې له امله یې نوموړی وژل شوی دی. تراوسه ددې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو امنیتي ځواکونه یې په اړه د پلټنو خبر ورکوي. پر الیاس داعي داسې مهال دغه چاودنه کېږي، چې تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال پر مدني فعالینو او نورو ورته کسانو د طالبانو له لوري د بریدونو د ترسره کېدو په تړاو خبرداری ورکړی و. دې مسئلې په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه پارولي دي او په خبره یې حکومت په یو ډول هڅه کوي چې مدني فعالین او د ازادو رسنیو کاروونکي و وېروي. طالبانو بیا ددې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































