د ولسمشر لومړی مرستیال وایي پاکستان یوازې له ده سره د اختلاف له امله د ویزو د ویش طرحه رد کړې ده. امرالله صالح نن پر خپل فیسبوک په لیکلي پیغام کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري له پاکستاني سفارت سره د ویزو د ویش پر طرحه خبرې شوې دي خو د پاکستان سفارت له دې مسئلې سره مخالفت کړی دی. دی وایي د پاکستان سفارت د امرالله صالح د نامه د موجودیت او دا چې دا طرحه هغه جوړه کړې ده ددې بهیر مخالفت کوي. سره له دې هم صالح ویلي چې بهرنیو چارو وزارت به له پاکستاني سفارت سره خپلو خبرو ته ادامه ورکوي څو په دغه بهیر کې اسانتیا رامنځ ته شي. درې ورځې وړاندې امرالله صالح جنرال خوشال سادات د پاکستاني ویزو د ویش بهیر د تنظیم لپاره مسوول وټاکلو او لومړي مرستیال وویل چې دغه بهیر کې به اسانتیا راولي او د فساد مخه به نیسي. خو د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له دې بهیر سره مخالفت څرګند کړی دی او وایي دوی په دې بهیر کې د چا مداخله نه مني.
































