ولسمشر غني وایي دښمن هڅه کوي د بیان پر ازادۍ د برید له لارې د ولس رسا غږ چوپ کړي او پر خپلو جنایتونو پرده وغوړوي. د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي چې هغه په هلمند کې د ازادۍ رادیو پر خبریال ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندي. نوموړي ویلي د بیان ازادي د حکومت او ولس لویه لاس ته راوړنه ده خو ترهګرې ډلې غواړي په ورته بریدونو پر خپلو جنایتونو پرده وغوړوي. ولسمشر غني زیاته کړې چې ترهګرې ډلې په دغه ډول بریدونو د ولس غږ نه شي چوپ کولی. هغه ټینګار کړی چې د بیان ازادۍ لویه لاس ته راوړنه په درنو قربانیو ترلاسه شوې ده او حکومت به یې هر اړخیزه ساتنه کوي. ولسمشر غني داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د خبریالانو د خوندیتوب بنسټونه حکومت د خبریالانو د امنیت په تامین کې ناکام بولي.
































