په خیبرپښتونخوا کې د ملي عوامي ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، د پښتنو وینه مولانا سمیع الحق ارزانه کړه. نوموړي ویلي، پښتنو ځکه قربانۍ ورکړې دي چې د مولانا سمیع الحق د معنوي بچیانو مخې ته ولاړ وو. ولي خان زیاته کړې، اوس یو ځل بیا د استخباراتي کړیو په مرسته د مولانا زامنو ته زمینه برابرېږي څو د افغان خاورې پښتنو سره یو ځای د کرښې پورې غاړه پښتانه هم تباه کړي. هغه د مولانا سمیع الحق د زوی حامد الحق وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، دوی به له دې وروسته هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغان سولې هڅې له ماتې سره مخ کړي. د یادونې ده چې څه موده وړاندې حامد الحق افغان حکومت ته ویلي وو چې له طالبانو سره یې مبارزه په وس کې نشته نو غوره لار دا ده چې ورته تسلیم شي.
































