د غزني ولایت د ملکي روغتون مسوولینو خبر ورکړی، چې په تېرو ۳ورځو کې د ګاز او ډبرو سکرو د ناسمې کارونې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ١٢٠ مسموم شوي ناروغان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي. د مسوولینو په خبره دغه ناروغان په تړلو خونو کې د ډبرو سکرو او ګازي بخاریو د ناسمې کارونې له امله مسموم شوي. د غزني د ملکي روغتون امر، ولي جان خالد رسنیو ته ویلي، چې د ګاز او ډبرو سکرو له امله روغتون ته تر ١٢٠ زیاتو کسانو مراجعه کړې، چې ښځې او ماشومان هم پکې و. نوموړي ویلي، چې د ګازي او ډبرو سکرو د بخاریو له امله ډېره برخه مسموم شوي کسان لویان او تر ٣٥ نور بیا ماشومان و. د یادونې ده، چې د هوا په سړېدو سره غزني کې د ګاز نیونې پېښې د پاو وړ زیاتې شوي او د ژمي د پیل راهیسي لږ تر لږه پنځه تنه د ګاز نیولو له امله مړه شوي دي.
































