د امریکا د پوځ یوه بلک هاک څرخي الوتکه د مصر په سېنای ټاپو کې غورځېدلې چې د شپږو امریکایانو په ګډون پکې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو اته کسان وژل شوي دي. په پېښه کې دوه نور وژل شوي کسان د فرانسې او چک هېوادونو اوسېدونکي دي. د اسرایل او مصر چارواکو ویلي دي، چې د الوتکې دغه پېښه یوه تصادفي پېښه ښکاري او داسې هېڅ نښه نشته چې په الوتکې دې کوم برید شوی وي. د چک جمهوریت پوځ د یادې الوتکې غورځېدل د یوې تخنیکي ستونزې له امله بللي دي. د مصر یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي دي، چې الوتکه د مصر له پولو څخه د باندې په سره سمندر کې غورځېدلې ده.
































