د امریکا مخکینی ولسمشر بارک اوباما د جمهوریپال ګوند لوړپوړي غړي تورنوي چې د ټاکنیزو درغلیو د ادعا په هکله د ولسمشر ټرمپ په ملاتړ سره ولسواکي کمزورې کوي. اوباما له سي بي اېس سره په مرکه کې ویلي، چې جو بایډن سپینې ماڼۍ ته د تللو سږنۍ سیالۍ کې ښکاره بری لري. امریکايي رسنیو تېره اونۍ د ولسمشرۍ ټاکنو پایله اټکل او جو بایډن یې په دې ګټونکی وباله چې د الیکټرال کالج ۲۷۹ رایې یې ګټلې دي. خو ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې ټاکنو کې لاسوهنه شوې او ټاکنو کې یې خپله ماتې تر اوسه نه ده منلې. په ورته مهال د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي د جمهوریپالو دا ادعا د بایډن تر راتلونکي حکومت ډېره ولسواکي زیانمنوي او دا خطرناکه لار ده.
































