د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان د ستونزې د حل لاره جګړه نه ده، نوموړی چې د هرات نهمې امنیتې ناسته کې د ګډون لپاره دغه ولایت ته تللی وايي، دوحه کې يې افغان پلاوي ته سپارښتنه دا ده چې په ابتکار او حوصلې مخې ته ولاړ شي. عبدالله وايي، د سولې لپاره مو هره لاره وړاندیز کړې ده، خو که طالبان یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅه نه کوي، نو بیا اړینه ده چې د افغانستان خلک پرېکړه وکړي. نوموړی وايي، په هېواد کې تاوتریخوالی ډیر شوی چې دا هیچاته د منلو وړ نه دی او طالبان دې د تاوتریخوالي پر ځای د سولې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
































