د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې لس امنیتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي. تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په مرکز کې د بالاحصار په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوه مرکز بريد وکړ. په دغه بريد کې لس سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي. د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي وايي چې په دې جګړه کې لس طالبان هم وژل شوي دي. دغه راز د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي وايي چې په ياده جګړه کې لس طالبان او پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
































