عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا ۱۷۴ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۲۹۶۹ ته ورسېد. روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا وبا ٥٩۱ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۱۷۴ يې مثبتې دي. د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا له امله څلور کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٥٩۵ ته ورسېد. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د کرونا پېښې يو ځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.
































