ایشیا ټایمز نشریه وایي، داسې ښکاري چې د واشنګټن په منځګړیتوب د سولې پروسه په شدت سره د بهرنيو قدرتونو ترمنځ د نيابتي جګړې په ډګر بدله شوې. دغې نشریې په یوه مقاله کې ویلي، هر لوری هڅه کوي چې دافغان سولې په پروسه اغیز ولري او له همدې امله سوله هم دجګړې په څېر نیابتي شوې ده. نشریه وایي، د بهرینو ځواکونو د وتلو په څېر نور ټول مسایل چې په بهرنیانو پورې اړه لري اوس حل شوي او اوس ددې وخت دی چې خپله افغانان د سولې پروسه پرمخ یوسي. د نشریې په وینا د افغانستان تېر تاریخ دا ښيي چې هېڅ لوری هم نشي کولی چې د افغانانو له خوښې پرته د هغوی لپاره پرېکړه وکړي.
































