جرمني چارواکو په دولسو کسانو په جوماتونو د بریدونو او د مسلمانانو د ټپي کولو او وژلو تور لګولی دی. د څارنوالۍ چارواکو په یوې اعلامیې کې ویلي، په جوماتونو ددې کسانو د بریدونو او د مسلمانانو ټپي کولو او وژلو څخه موخه په ټولنه کې د یو ډول کورنۍ جګړې شرایطو برابرول و. د چارواکو په وینا ددغې ډلې غړو به په منظمه توګه د بریدونو د پلانولو لپاره له یو بل سره لیدل. د دغې ډلې یو غړي د وسلو د پېرلو لپاره د ۵۰ زرو یورو پورې مالي مرستې وعده هم کړې وه. چارواکو ویلي چې ۱۱ تورن کسان دا مهال د پولیسو په قید کې دي او یوازې یو کس یې لا نیول شوی نه دی. په تېرو څو کلونو کې په جرمني کې د اقلیتونو او د هغوی د ملاتړو خلاف د ښي اړخه سخت دریځو بریدونه ډیر شوي.
































