د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد رهبرۍ اندېښنه څرګندوي، چې د سولې پروسه د روانې شل کلنې جګړې په څېر د بهرنیانو لخوا نیابتي شوې ده او که دا فرصت له لاسه وځي پایلې به یې ناوړه وي. د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد د افغان حکومت پر رهبرۍ نیوکه کوي چې پر سولې باورمند نه دی او له هغه چا سره مشورې کوي چې د سولې په فکر کې نه دي. دوی له حکومت څخه غواړي چې د مذاکرتي ټیم ترکیب کې اغېزمن شخصیتونه شامل کړي، چې مذاکرات قناعت بښوونکې پایلې ولري. دوی حکومت او طالبانو ته وړاندیز وکړ، چې د یو بل د تلسیمۍ غوښتلو پر ځای دې د مذاکرتو پر مېز په خبرو کې انعطاف وښيي ځکه ملت سوله غواړي. د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد وړاندیز کوي، چې له اوسني کړکېچ څخه د وتلو لپاره دې له دینې عالمانو او مطرحو سیاسي جریانونو استفاده وشي.
































