امریکايي چارواکي له افغانستان د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو لپاره په چټکو هڅو بوخت دي. امریکایي ورځپاڼه نیویارک ټایمز وایي ټرمپ زرګونه ژمنې کړې دي، چې ډېرې یې عملي کړې نه دي خو داسې ښکاري چې له افغانستان د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو ژمنه ارو مرو عملي کوي. سرچینه کاږي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان دمګړی په امریکا کې دی او د ټولو سرتېرو د ایستلو پر مهالوېش بحثونه کوي. ددې تر څنګ د پنټاګون ټوله هغه رهبري بدله شوې چې له افغانستان یې په بېړنۍ توګه د سرتېرو له ایستلو سره مخالفت کاوه، په سر کې یې د دفاع مخکینی وزیر مارک ایسپر و، چې له افغانستان یې د ټولو سرتېرو د ایستلو مخالفت کاوه. نیویارک ټایمز وایي اوس چټکه تیاري روانه ده چې په راتلونکې میاشت کې له افغانستان لوړه شمېره امریکایي عسکر و ایستل شي او ښايي روانه اونۍ ټرمپ په دې اړه خپله پرېکړه هم اعلان کړي. نیویارک ټایمز لیکي چې امریکا دمګړی په افغانستان کې د ۴۵۰۰ په شاوخوا کې عسکر لري چې ټرمپ غواړي شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته شي.
































