د ايپېک (APEC) د ګمرکي تشريفاتو فرعي کمېټې د ۲۰۲۶م کال لومړۍ عمومي غونډه د فبرورۍ په ۴مې نېټې د چين په ګوانګجو ښار کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې خبر ورکړل شوی، چې په تېرو ۵ کلونو کې د چين او د ايپېک د غړو ترمنځ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت له ۱۲۵.۴۹ ټريليونو يوانو څخه اوښتی دی.
په ۲۰۲۵م کال کې د دواړو خواوو د سوداګرۍ ارزښت ۲۶.۲۹ ټريليونه يوانه ښودل شوی، چې دا په همدې کال کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ نژدې ۶۰ برخه نيسي.
د چين ګمرکاتو ته په ۲۰۲۶م کال کې د ايپېک د ګمرکي تشريفاتو د فرعي کمېټې رئيسه دنده ورکړل شوې ده.
د چين د ګمرکاتو ملي ادارې مرستيال جاو ځنګ ليان يادې غونډې ته ويلي، چې اوسمهال د اسيا او ارام سمندر سيمې اقتصادي حجم د نړۍ څه باندې ۶۰ سلنه او د سوداګرۍ عمومي اندازه يې د نړۍ څه کم نيمه برخه جوړوي.
































