سپینې ماڼۍ ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د یوه نوي اجراییوي فرمان په لاسلیکولو سره د ایران پر وړاندې «ملي بېړنی حالت» تمدید کړی او هممهاله یې د هغو هېوادونو پر وارداتو د اضافي تعرفو لګولو میکانیزم جوړ کړی چې له ایران سره راکړه ورکړه لري. د یاد فرمان له مخې، د ایران سیاستونه د امریکا د ملي امنیت او اقتصاد لپاره جدي ګواښ بلل شوي دي. واشنګټن ویلي، دا اقدام د ایران د اقتصادي سرچینو د محدودولو او د سوداګریزو شبکو د کمزوري کولو په موخه شوی دی.
































