امریکایي رسنۍ وایي اسراییلي استخباراتو د القاعده شبکې یو لوړپوړی غړی د امریکا په نیابت په تهران کې وژلی دی. سرچینه کاږي چې ابو محمد المصري په کینیا او تانزانیا کې د امریکا په سفارتونو کې د چاودنو اصلي لارښوود او مسوول و چې په تهران کې د اسراییلي استخباراتو په هدفي برید کې وژل شوی دی. بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو غبرګون ښودلی دی او د امریکایي رسنیو دغه ادعا یې رد کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي د امریکایي رسنیو هغه راپورونه بې بنسټه دي چې وایي څه موده وړاندې یې د القاعده لوړپوړی پلاوی په تهران کې وژلی دی. دده په وینا القاعده شبکه په ایران کې حضور نه لري او امریکا غواړي په دغه ډول طرحو او بې بنسټه دروغو پر ایران نړیوالو فشارونو ته زمینه برابره کړي.
































