په کشمیر کې د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده چې په پایله کې یې ۱۳ کسان وژل شوي دي. د پاکستاني پوځ له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې جګړه کې د یو پوځي په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او د شپږو پوځیانو په ګډون ۱۲ نور ټپیان شوي دي. پاکستان د نښتې پیلېدو پړه پر هندي ځواکونو اچولې خو هندي پوځ بیا ویلي چې جګړه پاکستان پیل کړې او په پایله کې یې د دوی څلور عسکر او څلور ملکیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. هندي پوځ یو ځل بیا ویلي چې پاکستاني پوځیانو هڅه کوله ترهګر د دوی تر واک لاندې سیمو ته ولېږدوي خو پاکستان بیا دا تورونه رد کړي دي.
































