روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۳ زره او ۳۵ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته لس کسان مړه شوي او ۶۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۶۰۵ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۵ زره او ۹۰ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې د هوا په سړېدو هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې یو ځل بیا ډېرې شوې دي.
































