د سولې له کاواکه بهیر سره هممهاله، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه هم ضد او نقیض راپورونه خپرېږي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دې ټینګار کوي چې خپل ځواکونه به په چټکه توګه په راتلونکې میاشت کې له افغانستانه وباسي، خو ځینې امریکايي اوسني او پخواني چارواکي د دغه اقدام مخالفت کوي. دلته په افغانستان کې بیا جګړې شدیدې شوې دي، د سولې بهیر کاواکه دی او داسې ګنګوسې هم خپرې شوې چې ښايي افغان حکومت له دې بې پایلې مذاکراتو خپل پلاوی بېرته کابل ته را وغواړي.
شاوخوا دوې میاشتې کېږي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پيل شوي، خو تر دې دمه دواړه لوري ان د مذاکراتو پر تګلاره لا هوکړې ته نه دي سره رسېدلي. اوس تازه په رسنیو او سیاسي جریانونو کې دا ګنګوسې هم خپرې شوې چې ښايي افغان حکومت د دوحې له مذاکراتو خپل پلاوی را وبولي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله بیا وایي چې تر دې دمه د پلاوي د بېرته رابللو په اړه پرېکړه نه ده شوې. هغه هم د مذاکراتو له روان بهیر ناخوښ دی او په خبره یې، که دا پروسه همداسې روانه وي، نو بې ګټې ده، د خلکو هیلې نه شي پوره کولی او د افغان پلاوي حضور په دوحه کې کوم اغېز نه شي لرلی.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس وویل چې له مذاکراتو سره هممهاله روانه جګړه یوازې د امتیاز اخیستلو لپاره ده او دا د منلو وړ نه ده. هغه وايي، دا یې هم حللاره نه ده چې پلاوی دې بېرته راوبلل شي. د ډاکټر عبدالله عبدالله په خبره: ((موږ تر دې دمه پرمختګ نه لرو. نو حللاره څه ده؟ پلاوی را وغواړو او ورته ووایو چې ستاسې حضور نور اړین نه دی، ځکه په دوو میاشتو کې کومې پایلې ته نه یی رسېدلي، نو دا کار وکړو، که کوم بل کار)).
ډاکټر عبدالله عبدالله په هېواد کې د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچې هم جدي اندېښنه ښيي. د ده په خبره، د خلکو تر منځ وېره ډېره شوې او هره ورځ د خونړیو پېښو راپورونه خپرېږي. د عبدالله په خبره: ((تاوتریخوالی ډېرېږي. د خلکو ترمنځ وېره ډېرېږي، خو بیا هم د خبرو لپاره وخت ټاکل کېږي، هلته بیا یو قوي نیت نشته. یا به دا داسې نسخه وي چې په سیمه او افغانستان کې وضعیت پېچلی کړي او جګړه دوام وکړي)).
د سولې د نامعلوم برخلیک او روان وضعیت په اړه د اندېښنو تر څنګ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هم ضد او نقیض راپورونه خپرېږي. ټرمپ ژمنه کړې وه چې د روان میلادي کال تر پایه به خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي او امریکايي رسنۍ وايي، داسې ښکاري چې ټرمپ به ارو مرو خپله دغه ژمنه پوره کوي. تازه ټرمپ د امریکا په دفاع وزارت کې ستر بدلونونه راوستل او ټول هغه چارواکي یې له دندو ګوښه کړي چې له افغانستان یې په عجولانه توګه د سرتېرو له ایستلو سره مخالفت کاوه. په همدې لړ کې ټرمپ د امریکا د دفاع پخوانی وزیر مارک ایسپر هم ګوښه کړ، ځکه هغه هم له افغانستانه د سرتېرو د وتلو مخالف و.
د امریکا د دفاع پخواني وزیر مارک ایسپر هم خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ناڅاپي او عجولانه وتل به د ټولې سیمې لپاره خطرناک وي. هغه ویلي چې په افغانستان کې لا هم وضعیت د ډاډ وړ نه دی او که امریکايي حکومت په تدبیر او پوره پام خپلې پرېکړې ونه کړي، نو امریکا، متحدینو او ټولې سیمې ته به له دې ځایه خطر جوړ شي. بلخوا د امریکا حکومت پر دې کار کوي چې څه ډول په چټکه توګه خپل سرتېري له افغانستان وباسي. امریکايي رسنۍ وايي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان دمګړی په امریکا کې دی او پنټاګون د سرتېرو د ژر ایستلو پر لارو چارو خبرې کوي. په همدې راتلونکو ورځو کې به ټرمپ له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه رسمي اعلان وکړي. افغان حکومت تر دې دمه پر دغه راپورونو غبرګون نه دی ښودلی.
































