د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن سهار ۱۰ بجې افغان کرکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کوي. افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې له نیوزیلینډ ماتې منلې ده، د مخته تګ لپاره د دې لوبې ګټل ډیر اړین دي. د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په خبري غونډه کې ویلي، چې دوی به ډیر قوي را وګرځي.

































