امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ له هغو امریکایې نظامیانو سره خبرې کړې چې په افغان جګړه کې یې ماموریت ترسره کړی دی. دوی ویلي چې د امریکا حکومت باید بې پروایي و نه کړي او په بېړنۍ توګه د سرتېرو په ایستلو افغان جګړه پای ته نه رسېږي. دوی وایي دمګړی د افغانستان شرایط حساس دي او په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا ده. ددې تر څنګ واشنګټن پوسټ دا هم وایي چې د مخالفتونو ترڅنګ په پوځ کې لوړه سلنه جنرالان داسې هم دي چې د ټرمپ له پرېکړې ملاتړ کوي. سرچینه وایي له همدې امله ټرمپ ښايي له افغانستان سرتېري وباسي ځکه په دې برخه کې دی یوازې نه دی.
































