د نړۍ او افغانستان د پوهنتونو درې سوه پروفیسورانو او څېړونکو په یوه ګډ لیک کې پر تعلیمي او تحصیلي مرکزونو د بریدونو د مخنیوي غوښتنه کړې ده. په دې لیک کې چې د نړۍ د مشهورو شخصیتونو او پوهانو نومونه پکې ښکاري راغلي، نړیوال باید د تحصیلي او تعلیمي مرکزونو د ساتنې لپاره اقدام وکړي. دوی پر کابل پوهنتون وروستی برید په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې نړیوالې ادارې دې دا مسئله په جدي او هر اړخیزه توګه وڅېړي. دوی د ملګرو ملتونو، بشري حقونو نړیوال سازمان، د اسلامي همکاریو سازمان او نورو نړیوالو ادارو غوښتي چې په افغانستان کې دې له روان وضعیت سره سطحي چلند نه کوي او په دغه هېواد کې دې د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په ساتنه او امنیت کې جدي اقدام وکړي. دوی ټینګار کړی چې یاد نړیوال سازمانونه باید نړیوالو ته ددغه مرکزونو د امنیت په باب ډاډ ورکړي.
































