د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی. د پیسو نړیوال صندوق په یوه تازه راپور کې د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت ارزولی دی او د راتلونکې په اړه یې وړاندوینه کړې ده. ددغه نړیوال بنسټ په راپور کې راځي چې په افغانستان کې جګړې او روان تاوتریخوالی د اقتصادي ځوړتیا تر ټولو ستر لامل دی. سرچینه کاږي چې بېوزلي او بېکاري لا هم د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره تر ټولو ستر خنډ دی. د پیسو نړیوال صندوق وړاندوینه کوي چې که وضعیت همداسې دوام کوي نو په راتلونکې کې به په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړېږي او همدا راز ددغه هېواد په صادراتو کې به هم لوړه سلنه کموالی راشي. د پيسو نړیوال صندوق داسې مهال دغه راپور خپروي چې ولسمشر غني د افغانستان د اقتصادي ودې ژمنه کړې وه او له شپږو کلونو راهیسې د سترو اقتصادي پلانونو د عملي کولو خبره کوي، خو نړیوال راپورونه بیا د افغان حکومت د ژمنو او څرګندونو پر خلاف دي او دلته د اقتصادي ځوړتیا خبر ورکوي.
































