د پښتنو پر وړاندې د پاکستان حکومت له لوري د روانو نارواوو په غبرګون کې نن په میرانشا کې یوه ستره غونډه جوړېږي. ویل کېږي چې دغه غونډې ته د پښتونخوا له بېلو برخو پښتانه سیاستوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي راغلي دي. غونډه به د شمالي وزیرستان په میرانشا کې جوړېږي او ښایي زرګونه کسان پکې ګډون وکړي. د غونډې لپاره هر اړخیز تیاری نیول شوی دی او ګډونوال وایي چې دوی د پاکستاني حکومت د نارواوو پر وړاندې د خپل غږ اوچتول غواړي. پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه دغه ډول غونډې جوړې کړې دي او موخه یې هم په سیمه کې پر پښتنو د روانو ظلمونو په غبرګون کې د غږ اوچتول دي. دوی له نړیوالو غوښتي چې د پاکستاني حکومت او ددغه هېواد د استخباراتي ادارو نارواوې دې له نږدې وڅاري او د پښتنو له بشري حقونو دې ساتنه وکړي.
































