د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د جو بایډن په راتګ سره به د افغانستان په اړه د امریکا سیاست کې کوم څرګند بدلون رامنځته نه شي. اناتولي اژانس د عمران خان له قوله راپور ورکړی دی چې د بایډن ادارې لپاره اصلي مسئله افغانستان نه بلکې اسراییل دی. عمران خان زیاته کړې، د ایران، اسراییل او کشمیر په اړه د بایډن د سیاست په اړه څه نه شي ویلی خو په دې ډاډه دی چې د افغانستان په اړه به د بایډن سیاست تغیر ونه کړي ځکه چې د ده په وینا ډیموکراټان هم له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو غوښتونکي دي او بایډن ښایي د دغه هېواد په اړه د ټرمپ سیاست مخ ته بوځي.
































