ټاکل شوې د ایران او امریکا د نامستقیمو سلا مشورو دویم پړاو سبا د سېشنبه په ورځ په سویس کې پیل شي. د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د دغو خبرو لپاره سویس ته تللی. د دغو خبرو له پیل مخکې، یوه ایراني ډیپلوماټ ویلي چې تهران له امریکا سره د داسې هوکړې په لټه کې دی چې د دواړو هېوادونو لپاره اقتصادي ګټې ولري. د هغه په وینا، د انرژۍ، کانونو او د الوتکو جوړولو په برخو کې همکاري کولای شي د دې هوکړې په چوکاټ کې وڅېړل شي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا ویلي، له ایران سره هوکړې ته رسېدل پېچلي دي خو واشنګټن به خپلې هڅې وکړي.
































