کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی خو په وینا یې د هلمند او کندهار په جګړو کې یې طالب وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او دې ډلې ته یې سخته ماتې ورکړې ده. د یاد وزارت ویاند طارق ارین نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې د هلمند او کندهار په وروستیو جګړو کې د ۵۵ طالب قومندانانو په ګډون لسګونه وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شوي دي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې په همدې جګړه کې لږ تر لږه ۱۵۲ پاکستاني جنګیالي هم وژل شوي دي. طالبانو تر دې وړاندې په خپلو لیکو کې د بهرنیو وسله والو جنګېدل رد کړي دي خو تازه یې د کورنیو چارو وزارت ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.
































