نن یکشنبه د ترافیکي پېښو د قربانیانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د افغانستان ترافیکو ریاست وایي چې په تېرو اتو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو له امله ۶۱۹ کسان مړه شوي دي. د یادې ادارې په وینا، په همدې موده کې په ټول هېواد کې ۱۱۲۴ ترافیکي پېښې شوې دي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۶۱۹ کسان مړه شوي او ۴۹۶ نور ټپیان شوي دي. دغه ریاست د ډېریو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خربوالی په ګوته کړی دی. بلخوا عامې روغتیا وزارت بیا ویلي چې د دوی د معلوماتو له مخې؛ په تېرو اتو میاشتو کې ۱۰۱۴۵ ترافیکي پېښو کې ۸۰۰ کسان مړه او ۵۱۹۷ نور ټپيان شوي دي.
































