د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني ویلي چې په سیمه کې د بې ثباتې او ناامنۍ یوازینی لامل د امریکایي پوځیانو موجودیت دی. هغه ویلي، د امریکایي ځواکونو وتل د سیمې له سولې او ثبات سره ډېره مرسته کوي او په وینا یې څو پورې چې امریکایي پوځیان وجود ولري په سیمه کې د ثبات راتګ یو خوب او خیال دی. نوموړي دا څرګندونې په تهران کې د عراق له لومړي وزیر جمعه عناد سعدون سره په لیدنه کې کړې دي. شمخاني یو ځل بیا امریکا په سیمه کې د ګډوډیو په جوړولو تورنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د امریکا ناوړه سیاستونو له امله د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ شوی دی. هغه دغه راز پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی دی چې باید په ډېرې هوښیارۍ د امریکا له لوري متوجه ګواښونو سره مبارزه وکړي.
































