د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کرملین ماڼۍ کې د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګز سره کتلي او له نوموړي سره یې په خبرو کې د امریکا لهخوا پر دغه هېواد لګول شوي نوي بندیزونه د نه منلو وړ بللي دي. پوتین ویلي، چې مسکو له دې اقداماتو سره مخالفت لري او چمتو دی له هاوانا سره همکاري وکړي. د روسیې دولتي ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې ولادیمیر پوتین د کیوبا د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي: «د امریکا له لوري پر کیوبا نوي بندیزونه لګول شوي دي. تاسې پوهېږئ چې موږ د دې موضوع په اړه څه احساس لرو؛ موږ دا ډول کړنې نه منو». د روسیې ولسمشر زیاته کړه، چې د مسکو او هاوانا اړیکې «په مثبت لوري» د پرمختګ په حال کې دي.
































