د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن ماښام ۶ بجې افغان کرکټ ملي لوبډله له کاناډايي لوبډلې سره خپله وروستۍ سیالي ترسره کوي. افغان لوبډله په روان جام سیالیو کې تر ۸ غوره لوبډلو پړاو پورې ونه رسېده. له همدې ( ډي) ګروپ څخه نیوزیلینډ او سوت افریقا لوبډلو لار پیدا کړه. افغان لوبډلې تراوسه درې لوبې کړې چې نیوزیلند او جنوبي افریقا ته یې بایللې، خو له متحدو عربي اماراتو لوبډلې څخه یې ګټلې ده . شل اوریز نړیوال جام د هند او سیریلانکا په ګډ کوربتوب پیل شوی او وروستۍ لوبه یې د مارچ په ۸مه نېټه ترسره کیږي.

































