په روسیه کې افغان سفیر ګل حسن حسن په دې هېواد کې د اوزبکستان له سفیر باتورجان ذاکروویچ اسدوف سره کتلي دي. روسیه کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، اقتصادي همکاریو او ترانزیټي مسایلو په اړه خبرې کړې او د همکاریو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی. سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان وضعیت باید د واقعي شرایطو او مثبت لید له مخې وارزول شي.
































