د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره ۸۹۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د مسوولینو په خبره یاده شبکه د مهترلام ښار د کاپر کلي سیمې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې جوړه او بشپړه شوې ده.
































