د فراه ولایت د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۳۸ زره میوه لرونکو او غیر میوه لرونکو نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شوی دی. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست متخصص توریالي نوري رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون کمولو سره د مبارزې په موخه د ۳۸ زره ۶۵۰ مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو نیالګیو کېنول ملي کمپاین پیل شوی دی.
































