سي بي اېس نیوز په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د دې اوونۍ په پای کې پر ایران د امريکا د برید احتمال شته دی. په راپور کې ویل شوي، چې د امریکا اداره د همدې اوونۍ په پای کې پر ایران د احتمالي برید امکان ارزوي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د یادې شبکې د مالوماتو له مخې، د ملي امنیت چارواکو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته راپور ورکړی چې پوځیان له شنبې ورځې راهیسې د ایران پر وړاندې د احتمالي بریدونو ترسره کولو ته چمتو دي، خو د هر اقدام وخت ښايي له همدې اوونۍ هاخوا وغځېږي.































