د بامیانو ولایت د کور او ښار جوړونې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ یې پر ۳۰ تازه را ستنو شویو کډوالو کورنیو د کډوالو په ښارګوټي کې جوړ شوي کورونه وېشلي دي. د مسوولینو په خبره دغه کورونه چې د ۱۳۲زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوي، د هر کور د جوړېدو لګښت یې ۴زره او ۴۰۰ ډالر دی او هر کور دوه خونې، یو دهلېز، یو پخلنځی او دوه تشنابونه لري. د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
































