د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې په روان لمریز کال کې ۴مېلیونه ۶۷زره او ۸۰۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي. نوموړي زیاته کړې، چې له ۴۵۵زره ۸۳ کډوالو او بېځایه شویو سره یې د څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي. هغه ویلي، چې د خوشې شویو زندانیانو په ګډون د راستانه شویو کډوالو ډېره برخه له ایران او پاکستانه ده. حقاني ویلي، چې په همدې موده کې یې له ۴۵۵زره او ۸۳ ستانه شویو کډوالو او داخلي بېځایه شویو سره د ۱۶ مېلیارده او ۱۵۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.
































