د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د ۱۵۰ ورځو لپاره به پر ټولو هېوادونو ۱۰ سلنه نړۍواله ګمرکي مالیه ولګوي. دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د امريکا ستره محکمې د هغه د حکومت ځینې بېړنۍ او پراخې تعرفې ناقانونه وبللې او لغوه یې کړې. ټرمپ ویلي، نوې تعرفې به د ۱۹۷۴کال د سوداګرۍ قانون د ۱۲۲مې مادې پر بنسټ پلې شي، چې ولسمشر ته اجازه ورکوي د تادیاتو په بېلانس کې د جدي ستونزو پر مهال تر ۱۵ سلنې پورې او د لنډ مهال لپاره مالیه وضع کړي. نوموړي همدارنګه اعلان کړی چې حکومت به یې د سوداګرۍ قانون د ۳۰۱ مادې له مخې نوې پلټنې پیل کړي، څو د ده په وینا د «ناانصافه سوداګریزو کړنلارو» پر وړاندې اقدام وشي.
































