په وروستيو کې د ډېرو هېوادونو مشرانو او د نړيوالو سازمانونو مسؤلينو د اس کال په مناسبت د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پینګ او د چین خلکو ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.
د جرمني صدراعظم فريدريچ ميرز پر ټولنيزو رسنيو چينایانو ته د پسرلني اختر د مبارکۍ پیغام لېږلی او تمه لري چې په اس کال کې به د جرمني او چين ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته نوی حياتي ځواک ورکړي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پسرلني اختر په موده کې هيله ښودلې چې چين په سوله او امن کې پاتې شي او سمسورتيا او پرمختګ ومومي او د چيني ملت د بيا سمسورتيا ستره چاره په پر له پسې توګه پرمخ لاړه شي. دغه راز هغه ويلي چې هېواد يې د اقتصادي جوړښت د اصلاحاتو ، ساينسي او تخنيکي پرمختګونو، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د عصريتوب د ابادۍ په برخو کې د چين لاسته راوړنې ستايي او په دې اند دی چې د چین له خوا وړاندې شوي څلور نړیوال وړانديزونه د چينايانو د زيار ، نوښت او يووالي د روحيې ښکاندويي کوي. د ده په خبره روان کال د پاکستان او چين ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځه اويايمې کاليزې سره برابر دی او باور يې ښودلی چې پاکستان او د رئيس شي جين پینګ تر مشرۍ لاندې چین به خامخا په راتلونکې کې لا نژدې همکارۍ وکړي.
د قزاقستان ولسمشر توکايف ويلي چې پسرلنی اختر د نوي کال د نوي پيل او د خوشحالۍ او يووالي معنی لري. ده هیله ښودلې چې په نوي کال کې چین لا سمسورتيا او پرمختګ ومومي او خلک يې نيکمرغه او سوکاله ژوند ولري. د رئيس شي جين پینګ په مشرۍ سره د چين عمومي ځواک په پر له پسې توګه لا پياوړی شوی او چيني ملت په ثابت ډول د بيا سمسورتيا په لور روان دی. ده ویلي: زه خوشحاله يم چې د نسل په نسل دوستۍ او د ګډو ګټو پر بنسټ دوه اړخيزو اړيکو او په بېلا بېلو برخو کې دوه اړخيزو همکاريو بې ساری چټک پرمختګ موندلی دی. دی وايي چې هېواد يې غواړي چې له چين سره ګډې هڅې وکړي، يو له بل څخه ملاتړ وکړي، په نړيوالو چارو کې خپلمنځي همغږي لا پياوړې کړي او دوه اړخيزې اړيکې لا ټينګې کړي.
د ترکمنستان ولسمشر بردي محمدوف ويلي چې پسرلنی اختر خلکو ته د سولې، همغږۍ او سمسورتيا ښه زيری راوړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي هم لا ټينګوي. د ترکمنستان او چين ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې اوږد تاريخ لري او دغه اړیکي اوس لا ټينګې شوې دي. د ده په خبره هېواد يې غواړي چې له چین سره همکارۍ لا پياوړې کړي تر څو خلک ته يې ګټې ورسېږي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په خپل پيغام کې ويلي چې چين په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې د ليدو وړ لاسته راوړنې درلودلې او نړيوال اعتبار يې په پر له پسې توګه زیات شوی چې دا د ستاينې وړ ده. ده زیاته کړې چې د تاجکستان او چين ترمنځ اړيکې د ښه ګاونديتوب او دوستۍ ، متقابل پوهاوي، درناوي او باور او ملاتړ پر بنسټ د هر اړخيزو ستراتيژیکو همکاريو نوې سويې ته رسېدلې دي. دی وايي چې هېواد يې غواړي چې له چين سره د ګډو ګټو پربنسټ برياليتوب ته د رسېدو لپاره د دوه اړخيزو همکاريو د نوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي او په ورته وخت کې يې هیله ښودلې چې په دوست او ستر چين کې سوله، ارامي دوامداره او دغه هېواد لا سمسور شي.
د بېلاروس ولسمشر لوکاشينکو په خپل پیغام کې حسن نیت څرګند کړی او هیله يې ښودلې چې چينيان سوله او سمسورتيا ولري او ويلي يې دي چې تېر يو کال د بېلاروس او چين ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري، او باور يې ښودلی چې دواړه خواوې به په روان کال کې خامخا دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييز تګ راتګ ته نوی حياتي ځواک ورکړي.
د اولمپيک د نړيوالې کمېټې رئيسې کيرستي کووينټري په خپل پيغام کې ويلي چې د اس کال د حياتي ځواک، ټينګې ارادې او زړورتيا سمبول دی چې دا د ميلان د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې د لوبغاړو د زیارونو له روحيې سره سمون لري. په دې لوبو کې د چينايي لوبغاړو غوره کړنو چينايانو ته د وياړ وربښلی دی چې له امله يې دغه پسرلني اختر د اهميت وړ دی. هغه باور ښودلی چې په راتلونکې کې له چين سره همکارۍ لاپياوړې کړي.
































