د امريکا سترې محکمې د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه د ولسمشر په توګه د ټرمپ د ماموريت په دويم دور کې د تعرفې تګلاره رد کړه او اوس مهال د امريکا د تعرفې انډول د ۲۰مې پيړۍ له ۴مې لسيزې راهيسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دی.
په تېر کال کې د امريکا سوداګريز کسر ۱۲۴۰میليارډ ۹۰۰ميليونه ډالرو ته ورسېد چې نوی ريکارډ يې جوړ کړ. له دې څخه ښکارېږي چې د سوداګريز کسر د کموالي په هدف د لوړې تعرفې اخيستلو تګلارې تر ټولو لوی سوداګريز کسر رامنځته کړی او د امريکا سوداګريز کسر لا د پراخېدو په حال کې دی.
د چين مډيا ګروپ CGTN په دې اړه د نړيوالو انټرنيټ کارونکو سروې کړې او د سروې نتيجې له مخې ۹۴اعشاريه ۷سلنه خلک دا نظر لري چې امريکا ته د لومړيتوب ورکول په شرايطو کې د تعرفې تګلاره پوره ناکامه شوه.
دغه سروې د CGTN د انګريزي، هاسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو په چينلونو کې خپره شوې چې په ۲۴ساعتونو کې ۱۰۴۴۵ خلکو په کې ګډون کړی او خپل نظرونه يې څرګند کړي.
































